ګلګت بلتستان آرډر دوه زره اتلسم نفاذ کړے شوي

0
12
ګلګت بلتستان آرډر دوه زره اتلسم نفاذ کړے شوي
ګلګت بلتستان آرډر دوه زره اتلسم نفاذ کړے شوي

ګلګت بلتستان آرډر دوه زره اتلسم نفاذ کړے شوي، ګلګت بلتستان قانون ساز اسمبلې به اوس ګلګت بلتستان اسمبلې وئيلې شې، ګلګت بلتستان ته به اوس ايکنک او ارسا پشمول ټول وفاقې مالياتې ادارو کښې نمائندګې ميلاويږې
ګلګت بلتستان کښې آئين پاکستان د لاندې سټيزن ايکټ نورلس سوه يو پنځوس لاګو کړے شويدے، پنځه کاله لپاره ټيکس فرې زون قرار ګرځولې شويدے، ګلګت بلتستان چيف کورټ نوم ګلګت بلتستان هائيکورټ کيښودلې شويدے
ګلګت بلتستان صوبائې وزير قانون ميډيا سره خبرو کښې اوئيل چې جې بې خلکو ته به د ملک نورو وګړو په شان برابر حقوق ترلاسه وې
هغه اوئيل چې آرډر دوه زره اتلسم نفاذ نه پس جې بې قانون ساز اسمبلې به اوس ګلګت بلتستان اسمبلې وئيلې شې
جې بي اسمبلې ته صوبائې اسمبلو په شان قانون سازې پشمول ټول اختيارات ترلاسه شويدې، ولې ګلګلت بلتستان پنځه کالو لپاره ټيکس فرې زون قرار ګرځولې شويدے
وزيراعظم پاکستان ته به جې بي باندې هغه اختيارات وې کوم چې نورو صوبو متعلق ترلاسه دې، نوې آرډر د لاندې چيف کورټ نوم ګلګت بلتستان هائيکورټ کيښودلې دے،جې بې هائيکورټ کښې د ججانو شميره اوو کړے شوے، جې بي سپريم اپيلټ کورټ چيف جسټس به د سپريم کورټ ريټائرډ جج وې