ګلګت بلتستان ته روان کړې شوي امدادي ټيمونه دلاري بنديدو په وجه واپس کړې شوي

0
43

ګلګت بلتستان کښې د ګليشير او ووري ګټ پرويوتو په نتيجه کښې متاثره شوي ارندو کلي ته روان کړې شوي امدادي ټيمونه د لاري بنديدو په وجه واپس کړې شويدي
ګلګت بلتستان ډويژن کښې د تيرو څلورو ورځو دوران ووري وريدو په نتيجه کښې د بالائي علاقو زمکنۍ لاري بندي شويدي او د پندے او غورے کښې په دريائے سند جوړ معلق پل هم غورځيدلے دے
دغه رنګه ضلع شګر په ارندو کلي کښې د د ووري ګټ راپريوتو اطلاعاتو ورستو لس کسيزه امدادي ټيم پياده په دغه لور روان کړې شوے وو ولي د زياتي ووري او لاري بنديدو په وجه ټيم واپس کړې شويدي
سرچيني وائي چې د خلقو زياتره خپل خپلوان په دغه کلي کښې اينښتي دي او د رابطي نه کيدو په وجه خلقو ته پريشاني جوړه ده
سرچينو زياته کړيده چې شګر انتظاميه په ټوله علاقه کښې هيڅ قسمه اقدامات نه کوي او نه څوک د بهر نه دغه ځايے ته رسيدي شي