ګلګت بلتستان سي پيک منصبوبه کښې نظرانداز کړې شويدے

د پيپلزپارټۍ چيئرمين بلاول بهټو زردراي تور لګولې چې ګلګت بلتستان سي پيک منصبوبه کښې نظرانداز کړې شويدے او دې معاملې لپاره به اوس پيپلزپارټي آواز اوچتوي
د ګلګت بلتستان ضلع نګر کښې جلسې ته خپله وينا کښې د پيپلزپارټۍ چيئرمين اووئيل چې د ګلګت بلتستان حقوقو لپاره جنګ کول زمونږ اولنۍ ترجيح ده
بلاول بهټو زرداري اووئيل چې عمران خان اولس ته د روزګار ورکولو وعده کړي وه ولې نن تعليم يافته ځوانان خپلې ډګرۍ سوزوي
هغه مخکښې اووئيل چې اولس باندې د ګرانۍ بم غورحولې شوې او د دې مثال د ګيس ، بجلۍ او پيټرول قيمتونو کښې اضافه ده