ګلګت بلتستان کښې د آزادۍ ورځ په ډير جوش و جذبې سره نمانځلې شويده

0
4

د ملک د نورو برخو په رنګ ګلګت بلتستان کښې هم د څوارلسم اګست يعنى جشن آزادۍ ورځ په ډير جوش و جذبې سره نمانځلې شويده ، مرکزى دستوره شهدائے يادګار چنار باغ ګلګت شوې چې پکښې مشر ميلمه وزيراعلى ګلګت بلتستان حافظ حفيظ الرحمن وو
ګلګ بلتستان کښې هم د ملک د نورو علاقو په رنګ د جشن آزادۍ په مناست سره دستورې تابيا شوى وې چې پکښې مرکزى دستوره شهدائے يادګار په چنار باغ ګلګت کښې شويده
دستوره کښې وزيراعلى ګلګټ بلتستان حافظ حفيظ الرحمن مشر ميلمه وو او پرچم کشائى ئې کړيده
مرکزى دستورې ته وزيراعلى ګلګت بلتستان خپل خطاب کښې اووئيل چې د پاکستان لپاره زمونږ مشرانو ډيرې قربانيانې ورکړى او د هغې وروستو دا ملک په وجود کښې راغلې دې ، پکار ده چې هر تن د ملک د آزادۍ قدر اوکړى