ګلګت بلتستان کښې د ايکسپريس وے تعميراتي کار باندې آغاز شويدے

ګلګت بلتستان کښې د ايکسپريس وے تعميراتي کار باندې آغاز شويدے،په دې موقع د ګلګت بلتستان وزيراعلي حافظ خفيظ الرحمان د منصوبې پرانسته کړيده
د ګلګت بلتستان سياحتي مقام نلتر پورې د ايکسپريس وے په تعميراتي کار آغاز شويدے، په دې موقع د منصوبي پرانسته د ګلګت بلتستان وزيراعلي حافظ خفيظ الرحمان اوکړه
دې منصوبي باندي به دوه ارب دوه شپيته کروړه روپو نه زيات لګښت راځي او دا به درې کاله کښې سرته رسي
دې منصوبه کښې به پينځه څلويښت کلوميټره لاره جوړولے شي د کوم مکمل کيدو وروستوچې به ګلګت نه نلتر پورې فاصله يوې ګهنټې نه هم کم وخت کښې سرکيږي