ګلګت بلتستان کښې د ترهګرۍ او تخريب کارۍ دپاره د انډين خفيه ايجنسۍ را منصوبه ناکامه کړي شويده

0
51
File Photo
File Photo

ګلګت بلتستان کښې د ترهګرۍ او تخريب کارۍ دپاره د انډين خفيه ايجنسۍ را منصوبه ناکامه کړي شويده ، سرچيني وائي چې د بالاورستان نيشنل فرنټ حميد ګروپ په نوم د مقامي قوم پرست تنظيم څوارلس کسان نيولې شويدي چا چې ګلګت بلتستان کښې د د انتشار جوړولو منصوبه بندي کړې وه
ګلګت بلتستان کښې د پاکستان انټيلي جنس ادارو کاميابۍ کارروائۍ دوران ملک غير مستحکم کولو په کار لګيا د را نيټ ورک نيولې دي ، سرچيني وائي چې دغي نيټ ورک ګلګت کښې انتشار جوړولو اوږده منصوبه بندۍ کړي وه او زياته کړيده چې د بالاورستان نيشنل فرنټ حميد ګروپ په نوم د مقامي قوم پرست تنظيم نيولي شوي څوارلس د قبضے نه په لويے مقدار کښې وسله او بارود هم ترلاسه کړې شويدي
سرچيني وائي چې دغې قام پرست تنظيم به د بهارتي خفيه ايجنسۍ را دپاره کار کولو او هدف ئې د مختلفو يونيوسټو ځوانان د ترهګرۍ او انتشار جوړولو په لور راغب کول وو
د تنظيم چيئرمين عبدالحميد خان کا نولس سوه نهه نوي دوران را بهارت ته بوتلې وو چرته کښې چې هغه د را ايجنټس کرنل ارجن او جوشي په نګرانۍ کښې وو
سرچينو مطابق عبدالحميد د دهلۍ په يو تهري سټار اپارټمنټ کښې ساتلې شوي وو او ورستو بيا د هغه دري ځامن او نوره کورنۍ هم بهارت ته منتقل کړې شوي وه ، را هغه له کاروبار چلولو دپاره بهارتي شناختي دستاويز او سهولتونه ورکړې دي