ګلګت بلتستان کښې د خراب موسم لوجې د سيلګرو په داخلے پابندى لګولې

ګلګت بلتستان کښې د خراب موسم لوجې د سيلګرو په داخلے پابندى لګولې، دي حوالے سره کمشنر ديامر استور ډويژن په بابوسراو تهور چيک پوسټونو باندي تعينات افسرانو ته سيلګر د راتګ نه منع کولوحکم ورکړي

ګلګت بلتستان حکومت د سيلګرو داخلے باندي دپابندي په حواله جاري شوي نوټيفيکشن کښې وئيلي چه په بابوسر او تتا پاني په مقام د لينډ سلائيډنګ لوجي د سيلګرو تحفظ به يقيني کولي شي او متعلقه عملے ته هدايات جاري کړي شوي چه بابوسر او تهور چيک پوسټ دي د ټولو سيلګرو لپاره په مکمله توګه بند کړي شي نوټيفيکشن کښې وئيلي شوي چه په دي هداياتو عمل نه کولو په صورت کښي به دمتعلقه آفسرانو او اهلکارو خلاف کاروائي کولي شي او دا چه داين ډي ايم اے لخوا د موسم په حقله ايډوائزري مطابق به د مستقبل لائحه عمل ټاکلي شوي ياده دي وي چه دګلګت بلتستان په مختلف سياحتي مقاماتو چارچاپيره دبارانونو لوجي د لينډ سلائيډنګ پيښي مخي ته راغلي وي د کوم لوجي چه دغلته موجود سيلګر دسختو مشکلاتو سره مخ شوي وو د ګلګت بلتستان په ضلع ديامر کښي چلاس او نور مقاماتو کښي د بارانونو او سيلاب نه پس لينډ سلائيډنګ شوي وو ،د کوم روستو چه مسافر او سيلګر ګهير شوي وو