ګلګت بلتستان کښې کاروائى دوران په سکولونو حمله کښې ککړ ملزم وژلى شوى

0
21
ګلګت بلتستان کښې کاروائى دوران په سکولونو حمله کښې ککړ ملزم وژلى شوى

ګلګت بلتسان کښې د شرخوښو خلاف د سيکيورټى فورسز کاروائى جارى ده،کاروائۍ دوران په سکولونو حمله کوونکې مرکزى ملزم شفيق وژلې شوې او يوديرش کسان ګرفتار شوى دى بلخوا تانګير سيمه کښې د سيشن جج ملک عنايت په ګاډى شرخوښو ډزى کړى ولې حمله کښې هغه بچ پاتې شوېدے
د ګلګت بلتستان حکومت ترجمان فيض الله فراق خبرى ادارو ته وئيلى دى چې ديامرضلع کښې سکولونه سوزونکې شرخوښو خلاف د سيکيورټى فورسز کاروائۍ جارى دى
د هغه وينا وه چې داريل،تانګير او چلاس سيمو کښې د شرخوښو خلاف پوليسو د خالې ورځې راهسې سرچ آپريشن شورو کړېدے او يوديرش ملزمان ئې ګرفتار کړى دى
د نيولى شوى ملزمانو د قبضې نه لاسى بمونه،وسله او يو خودکش جيکټ هم برآمد شوېدے
فيض الله زياته کړه چې سرچ آپريشن دوران پوليسو سره مقابله کښې په سکولونو حمله کښې ککړ مرکزى ملزم شفيق عرف کمانډر وژلې شوېدے
بلخوا تانګير سيمه کښې شرخوښو د سيشن جج ملک عنايت الرحمان په ګاډى ډزى کړى دى ولې حمله کښې هغه محفوظ پاتې شوېدے
ملک عنايت الرحمان شرخوښو سره مقابلې دوران شهيد شوى سپاهى عارف حسين جنازه کښې ګډون لپاره روان وو چې پرې ترهه ګرو ډزى کړى دى
دغه رنګ تانګير او داريل سيمو کښې د مقامى مشرانو جرګه شوى چې پکښې د شرخوښو خلاف قراردادونه منظور شوى دى
ياده دې وى چې د جمعے په ورځ داريل او تنګى سيمو کښې شرخوښو دولس سکولونه سوزولې وو او چيف جسټس مياثاقب نثار لخوا د دې پيښې ازخود نوټس اخستو وروستو ضلعى انتظاميې د شرخوښو خلاف کاروائى شورو کړى دى