ګلګت ډي سي په شاهراه قراقرم د غير ضروري سفر نه ډډه کولو هدايت جاري کړے

0
97

د ګلګت ضلعي انتظامي د راتلونکي څو ورځو دوران خلقو ته په شاهراه قراقرم د غير ضروري سفر نه ډډه کولو هدايت جاري کړېدے او وئيلي دي
چې د باران او ووري وريدو په وجه په د لينډ سلائيډنګ خطره موجوده ده نو ځکه دغه هدايات جاري کړې شويدے
د تيرو دري ورځو راهسي ګلګت او ديامر کښې د باران او ووري وريدو سلسله روانه ده او د ګلګت بلتستان په ميداني علاقو کښې په شيبو شيبو باران او په بالائي سيمو کښې څلور فټه پوري ووره وريدلې ده
د ګلګت په رحيم آباد علاقه کښې د غر رانړيدو او زمکه ښودو انديښنو په وجه خلق محفوظ ځاينو ته منتقل کړې شويدي او ضلعي انتظامي د ګلګت او ديامر کښې د غرونو په لمنو کښې اوسيدونکي خلقو ته هم محفوظ مقاماتو ته منتقل کولو هدايت جاري کړېدے
د ګلګت ډپټي کمشنر لخوا خلقو ته دا هدايت هم جاري کړې شويدي چې د راتلونکي څو ورځو دوران دي په شاهراه قراقرم د غير ضروري سفر کولو نه ډډه اوکړې شي او زياته کړېده چې د بارانونو او ووري وريدو په وجه په شاهراه قراقرم د غرونو نړيدو نوري پيښې هم رامخي کيدو خطره ده