ګلګت کښي د شيسپر ګليشئر خوزيدو عمل کښي تيزي راغلي

ګلګت کښي د شيسپر ګليشئر خوزيدو عمل کښي تيزي راغلي

ګلګت کښي د شيسپر ګليشئر خوزيدو عمل کښي تيزي راغلي ، د ګليشئر خوزيدو لوجې په راتلونکي ګرمۍ موسم کښې په هنزه کښې د سيلاب انديښنه پيدا شوي
ډائريکټر ګلګت بلتستان ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټي فريد احمد وينا ده چې شيسپر ګليشئر درې مياشتو کښې شپاړس سوه ميټر دخپل ځائے نه خوزيدلې دې، د ګليشئر خوزيدو په وجه د اوبو بهاؤ اودردلي او دغلته مصنوعي جهيل جوړ شويدي، د اوبو بهاؤ ودريدوسره دوه بجلې ګهر هم تړلي شويدي
هغه مخکښي وائي چي د شيسپر ګليشئر خوزيدو لکبله په ګرمۍ موسم کښې د جهيل نه داوبو اخراج سره د سيلاب انديښنه ده، په دے صورت کښې نزدي آبادۍ ته خطره پيدا شويده
ډائريکټر زياتوي چې انتهائي خطرے مخنيوي لپاره تيارياني مکمل کړي شويدي، دسيلاب نه مقامي آبادي بچ کولو لپاره بند هم تړلي شويدي او دے سره سره د خوراک څيزونه هم جمع کړي شويدي