ګلګت کښې ترهه ګرو د پوليسو په چوکۍ حمله کړى چې پکښې درې پوليس اهلکار شهيد شوى

0
15

ګلګت کښې ترهه ګرو د پوليسو په چوکۍ حمله کړى چې پکښې درې پوليس اهلکار شهيد شوى ،جوابۍ کارروائۍ کښې دوه ترهه ګر هم وژلې شويدى
د ځائي پوليس وينا ترمخه د ګلګت کارګاه جوت سيمه کښې ترهه ګرو د شپې په چيک پوسټ حمله کړې وه او په چوکۍ ئې ناتاره ډزې کړى وې
د ترهه ګرو په حمله کښې درې پوليس اهلکار شهيد او دوه ژوبل شويدى
ژوبل پوليس اهلکار د علاج لپاره هسپتال ته منتقل کړې شويدى
پوليس وائي چي جوابى کارروائۍ دوه ترهه ګر هم وژلې شوى او د نورو ترهه ګرو د نيولو لپاره په خواؤ شاه سيمو کښې سرچ آپريشن روان دې
د ګلګت ډپټى کمشنر وئيلى دى چې د پوليسو سره نورو سيکيورټى ادارو د پېښې وروستو په مختلف ځايونو کښې چهاپې وهلى دى او لوئې لارې ئې بندې کړيدى
ياده دې وى چې څو ورځې وړاندې ګلګت بلتستان مختلف سيمو کښې ترهه ګرو په سکولونو حملې کړى وې چې پکښې دولس سکولونه سوځولې شوى يا ړنګ کړې شوى وو