ګلګت کښې په يو کور لينډسلائيډنګ په وجه درې کسان په حق رسيدلي

ګلګت کښې په يو کور لينډسلائيډنګ په وجه درې کسان په حق رسيدلي

ګلګت کښې لينډسلائيډنګ شوے د کوم په وجه چې درې کسان په حق رسيدلي دي، حق رسيدلي کسانو کښې يو ماشوم او يوه زنانه هم شامله ده، غر راپريوتو په وجه پينځه کسان ژوبل شوي څوک چې نزدې هسپتال ته رسولے شويدي
ريسکيوذرائعو ترمخه د ګلګت په بسين علاقه کښې لينډسلائيډنګ شوے، د کوم په وجه چې د يوکور درې کسان په حق رسيدلي او پينځه پکښې نور ژوبل شويدي، ريسکيوذرائعې وائي چې حق رسيدلي کسانو کښې يوکلن ماشوم، يوه زنانه هم شامله ده، د غر راپريوتو واقعه کښې ژوبل شوي کسان د ملبې نه راويستے شوي او نزدې هسپتال ته د علاج لپاره منتقل کړے شويدي،ريسکيوادارې وائي چې دغه کور ډېر په ژوره کښې واقعه وو، د غر څه حصه د اوبو په وجه وروسته شوې وه ځکه خوئيدلې کومه چې په دغه کور ورغلې ده