ګل پانړی ته په سرکاری ځای کښی د ټیک ټاک ویډیو جوړول ګران پریوتل

ګل پانړی ته په سرکاری ځای کښی د ټیک ټاک ویډیو جوړول ګران پریوتل

د پښتو ژبی نوموړی سندرغاړی ګل پانړی تیره ورځ د ضلع خیبر دوره کړی وه چرته د حمزه بابا د مزار نه په واپسی کښی د اسټنټ کمیشنر خیبر په سرکاری بنګله کښی د ټیک ټاک د پاره ویډیو جوړه کړی وه او بیا په سوشل میډیا خوره کړی وه،په سوشل میډیا د راتلو نه پس دضلع خیبر ډپټی کمیشنر د واقعی خلاف د تحقیقاتو احکامات جاری کړیدی او وئیلی ئی دی چی ګل پانړی ته دا اجازت چا ورکړی وو چه دوئی په یو سرکاری بنګله کښی ویډیوز جوړولی او بیا ئی په سوشل میډیا خورولی؟ډی سی وئیلی دی چه که ګل پانړی ته اجازت نه ورکړی شوی بیا به د دوئی خلاف کاروائی کولی شی او بل سوال دا هم پیدا شویدی چی که ګل پانړی ته اجازت نه وی ورکړی شوی بیا دوئی یوی سرکاری بنګلی ته د چا په مراسته لاړه وه،