ګوادر کښې پاک نوي هيلي کاپټرغورځيدلې، درې افسران شهيدان شوي

ګوادر کښې پاک نوي هيلي کاپټرغورځيدلې، درې افسران شهيدان شوي

د بلوچستان په ګوادر سېمه کې د پاکستان د سمندري ځواکونو سی کنګ هیلي کاپټر غورځیدلی چې پکې د عملې درې غړي شهيدان شوي دي

دسرچينو ترمخه دغه هيلي کاپټر تربيتي الوتنه کوله چې د فني خرابۍ له امله را غورځيدلې ده، په هيلي کاپټر کې دلفټينټ جواد اؤ ليفټننټ حمزه پشمول درې کسان شهيدان شوي دي .
زرائع دا هم ووايل چي د پاک بحريه له خواه د روزانه په حساب د نوي بیج ځوانانو ته په ډیر مهارت سره زدکړې ورکول کېږي ، خو نن په دي پرواز کې د ناڅاپه ټيکنيکل خرابۍ له امله هيلي کاپټر راپريوتو چې له امله یې د دوو لفټينانو په شمول درې تنه شهيدان شوي دي . زرائع واي چې بيا هم د دي فني خرابې اسباب لټولو لپاره پلټني روانې دي .