د تحريک انصاف صوبائي صدر پرويز خټک ګورنر خلاف اليکشن کميشن ته خط ليګلې،خط کې وئيلي شوي چې ګورنر خيبر پښتونخوا د نګران حکومت معاملاتو کې مداخلت کوي،د ګورنر مداخلت غير قانوني او غير ائيني دې،او دا چې د ګورنر نګران حکومت کې مداخلت د راروان انتخاباتو عمل هم متنازعه کړې،اليکشن کميشن دې نګران حکومت معاملاتو کې د ګورنر مداخلت نوټس واخلي،ځکه چې ګورنر د خلکو مخکې نګران کابيني تشکيل کې خپل کردار اعتراف کړې،
د تحريک انصاف خيبر پښتونخوا صدر پرويز خټک د ګورنر حاجي غلام علي لخوا نګران حکومت معاملاتو کې لاس وهنې خلاف اليکشن کميشن ته خط ليګلې، خط کې وئيلي شوي چې د موجوده ګورنر په موجودګۍ کې صوبه کې ازاد انتخابات کيدل ناممکن دي،ګورنر په نګران حکومت باندې اثرانداز کيږي، خط کې دا هم وئيلي شوي چې د ګورنر تعلق جميعت سره دې او ځوي ئې متعلقه جماعت سره تعلق لري کوم چې د پيښور ميئر دې،اليکشن کميشن دې ګورنر نګران حکومت معاملاتو کې مداخلت نه منع کړي، خط کې دا هم وئيلي شوي چې د ګورنر کار انتخاباتو تاريخ ورکول دي،ګورنر د ائين ارټيکل دوه سوه څلوريشت لاندې نوي ورځو دننه انتخابات کولو پابند دې