ګورنر خېبرپښتونخوا سردارمهتاب احمد خان د خېبرايجنسى دوره کړېده

0
21

ګورنر خېبرپښتونخوا سردارمهتاب احمد خان د خېبرايجنسى دوره کړېده په دې دوره کښې د باړه  او تيراه مينځ د سړک پرانسته او د بازار اچانک دوره ئې هم  وکړه  او په بازار کښې روان کار جائزه  ئې واخسته 

تفصيلاتو ترمخه  ګورنر سردار مهتاب احمد خان د خېبرايجنسى دوره وکړه 
په دې دوره  هغه د باړه او تيراه ترمينځه شل  کلو ميټره سړک پرانستې سره سره د باړې بازار  اچانک دوره هم  وکړه 
باړه بازار  دورې په وخت پوليټکل انتظامې اهلکارانو او ايف سى عسکرو منډې اووهلې او د سيکورټى انتظامات سنبهال کړل 
ګورنر په بازار کښې د روان کار جائزه واخسته او وې ويل چې پنځم فرورۍ  نه به بازار په باقاعده توګه کولاولې شى  او خلق به خپلې کاروبارى هلې ځلې شروع کوى 
په دې موقع ګورنر زياته کړه چې  په ترقياتى کارونو باندې  به اربونو روپې لګولې شى چې هغې کښې تعليم ، صحت ، اب نوشى  او مواصلاتو نظام شامل دې 
هغه اووئيل چې د قبائلى سيمو اتلس لکه  خلق متاثره شوى چې په هغې کښې اته لکه خلق واپس خپلو کورونو  ته تلى دى  او  باقى پاتې  به ډير زر خپلو سيمو ته  لاړ شى