ګورنر هاوس او ګورنر سيکرټريټ کښې تعينات اضافي ملازمين واپس خپلو محکمو ته د ليګلو هدايات

ګورنر هاوس او ګورنر سيکرټريټ کښې تعينات اضافي ملازمين واپس خپلو محکمو ته د ليګلو هدايات

د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان ، ګورنر هاوس او ګورنر سيکرټريټ کښې تعينات شپږويشت اضافي ملازمين واپس خپلو محکمو ته د ليګلو هدايات کړيدي،
د ګورنر هاوس لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شوي چي ګورنر د وزيراعظم عمران خان په کفايت شعاري وژن عمل شروع کړي او په ګورنر هاوس کښې تعينات ډپټي سيکرټري، پرائيويټ سيکرټريز، پرسنل اسسټنټ ، سيکشن افيسرز، سپرټنډنټس، اسسټنټس ، ،سټينو ګرافرز، جونئير وسينئر کلرکس، ډرائيورز، او نائب قاصد شامل دي خپلو محکمو ته د ليګلو او هلته د ايډجسټ کولو احکامات جاري کړيدي
بيان کښې وئيلي شوي چي د دي ملازمينو واپس کولو سره به اوس د ګورنر هاوس بجټ کښې سالانه پنځه ويشت ملين روپئ بچت اوکړے شي
بيان کښې زياته شوي چي ګورنر شاه فرمان د يو کال دوران د سابقه ګورنر په مقابله کښې صرف شپږ ګهنټي هيلي کاپټر استعمال کړي چاچي د سادګئ او قامي خزانے بچت اعلي مثال قائم کړے دے