یواین ایچ سی آر مشر مولوی امير خان متقی او خليل الرحمان حقانی سره ملاقاتونه کړيدی

کډوالو لپاره د متحده قامونو ادارے مشر فيليپو ګراندي کابل کښې د افغانستان خارجه وزير مولوي امير خان متقي او د مهاجرينو وزير خليل الرحمان حقاني سره ملاقاتونه کړيدي او ورسره ئې مختلف ملکونو کښې ميشته افغان مهاجرينو او افغانستان کښې بے کوره شوي کسانو مرستو په معامله خبرې کړيدي

افغان خبري ادارو ترمخه د يواين ايچ سي آر مشر فيليپو ګراندي او د هغه وفدد خارجه وزير مولوي امير خان متقي سره ليده کاته کړيدي او ورسره ئې افغان جنګ لوجې بے کوره شوي کسانو مشکلاتو په معامله خبرې کړيدي ملاقات دوران افغان خارجه وزير وئيلي دي چې اسلامي امارت بهرملکونو کښې ميشته ټول افغان کډوالو خپل ملک ته د راتګ هرکلي کوي او هغوي سره هر قسمه مرستو لپاره تيار يو مولوي اميرالله متقي زياته کړه چې حکومت به د ژمي موسم راتلو نه مخکښې په افغانستان کښې دننه بے کوره شوي خاندانونه خپلو خپلو سيمو ته وليږي او دوي سره مرستې کونکي نړي وال ټيمونو تحفظ به يقيني کوي ملاقات دوران نړي والۍ ورورلۍ نه مطالبه شوي چې د کډوالو ستونزي هوارولو او دوي خپلو سيمو کښې بيا آبادولو لپاره دې افغان حکومت سره مرستې وکړي دغه رنګ د يواين ايچ سي آر مشر د مهاجرينو وزير خليل الرحمان حقاني سره هم ملاقات کړېدے او ورسره ئې د بے کوره شوي کسانو بحالۍ او مرستو په معاملو خبرې کړيدي