د پېښور ترهګری مخنیوی عدالت د نوموړي قانون دان عبدالطیف افریدی په وژنه کښې مبینه توګه ککړ ملزم عادل ایډوکیټ د ضمانت درخواست منظور کړی او هغوی د خوشی کولو حکم ورکړی
پرون د ترهګری مخنیوی عدالت جج عامر نذیر د عبد الطیف افریدی په وژنه کښې نامزد ملزم عادل ایډوکیټ د ضمانت په درخواست باندی فیصله محفوظ کړی نن واوروله عدالت د ملزم د رهائی لپاره جمع کړی شوی درخواست منظور کړی او یو لک روپو مچلکی په جمع کولو باندی د هغوی د خوشی کولو حکم ورکړی دادی وړاندی تحصيلدار ذاکر په ضمانت باندی خوشی کړی شوی عبد الطیف افریدی د جنوری په شپاړسمه نېټه د پېښور هائيکورټ بار روم کښې وژلی شوی وو په موقع باندی عدنان سميع الله نیولی شوی په ایف آئی آر کښې ذاکر ، عادل ایډوکیټ او یو سول جج نامزد کړی شوی سول جج د عدنان سميع الله ورور دی چی روپوش دی