افغان طالبانو غور ولايت کښې د بهرملکي امدادي ادارے آئي اے ايم سره کار کونکي يويشت کسان نيولي دي چې پکښې درې بهرملکيان هم شامل دي،د غور د والي وياند عبدالواحد وائي چې دغه کسان د عيسوي مذهب تبليغ په الزام کښې نيولي شويدي۔
افغانستان کښې کار کونکي نړي وال امدادي اداے آئي اے ايم تصديق کړېدے چې افغان سيکيورټي اهلکارو غور ولايت کښې د دې ادارے يويشت اهلکار ګرفتار کړيدي۔
آئي اے ايم لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې نيولي شوي کسانو کښې اتلس افغانان او درې بهرملکي وګړي شامل دي۔
د غور ولايت ګورنر ترجمان عبدالواحد حماس خبري ادارو ته وئيلي دي چې نيولي شوي کسانو کښې يوه امريکني زنانه هم شامل ده او دغه ټول کسان دعيسائي مذهب تبليع او ترويج په الزام کښې ګرفتار کړي شويدي۔