هلمند سيند اوبو په حواله ايران صدر په بيان افغان حکومت ردعمل

هلمند سيند اوبو

د هلمند ولايت اوبو په باره کښې د ايران صدر ابراهيم رئيسي په بيان د افغان حکومت ردعمل،افغان حکومتي ترجمان ذبيح الله مجاهد وئيلي دي چې دواړو ملکونو ترمينځ د اوبو تقسيم معاهده اوس هم برقرار ده ،ايران ته مو د اوبو سپلائي نه ده بند کړې خو اوږو مودو راهسې اوچکالۍ لوجې د اوبو لوړ والې کم شوېدے،د ايران صدر دوه ورځې مخکښې خپل يو بيان کښې د طالبانو نه مطالبه کړې وه چې ايران ته دې د هلمند دريا نه د اوبو حق ورکړي
ذبيح الله مجاهد لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې د هلمند اوبو په حواله د افغانستان او ايران ترمينځ پنځوس کاله مخکښې شوي معاهده اوس هم برقرار ده او اسلامي امارت په دې معاهده مکمل عمل درآمد لپاره پرعزم دے
بيان ترمخه تير څو کالونو راهسې افغانستان او سيمه د سخت اوچکالۍ سره مخ شويده چې لوجې دريابونو کښې د اوبو سطح هم کمه شوېده او د هلمند پشمول د افغانستان نورې صوبو کښې هم د اوبو قلت پيدا شوې په داسې حالاتو کښې د ايران له طرفه بار بار د اوبو مطالبه او په ميډيا نامناسب بيانونو سلسله نقصاني ده
بيان کښې زياته کړي شويده چې حکومت د اوبو تقسيم معاهدې مطابق ايران ته اوبه جاري کولو کوشش کوي خو في الحال کمال خان ډيم کښې اوبو نشته او که د کجکي ډيم نه ايران ته د اوبه پريګدو نو هغه هم ايران ته نه شي رسيدې
د ايران صدر دوه ورځې وړاندې ميډيا سره خبرو په مهال د افغان حکومت نه مطالبه کړې وه چې ايران ته دې د هلمند دريا نه د اوبو حق ورکړي او کمال خان ډيم کښې د اوبو صورتحال جائزه اخستو لپاره دې د ايران ماهرينو له د دورې اجازت ورکړي