دعوامي نيشنل پارټۍ خيبر پښتونخوا صدر ايمل ولي خان دايم ټي آئي دبورډ پاليسي ختمول يو ښۀ ګام ګرځولے او دعمران خان ، ډاکټر برکي او دصحت دپخواني وزير خلاف ئي داحتساب غوښتنه هم کړي ده
دعوامي نيشنل پارټۍ خيبر پښتونخوا صدر ايمل ولي خان وئيلي دي چې دخيبر پښتونخوا دنګران حکومت له اړخه دايم ټي آئي بورډ پاليسي ختمولو سره سم دې دهغه خلکو احتساب هم وکړے شي چاچې پوره لس کاله دصحت محکمه کښي په لويه پيمانه کرپشن کړے دے
ايمل ولي خان زياته کړه چې پاکستان تحريک انصاف دنورو محکمو په شان دصحت محکمه هم نه ختميدونکي نقصان سره مخ کړې ده دي لپاره احتساب ضروري عمل دے او عوامي نيشنل پارټي دې لړ کښي نګران حکومت سره دپي ټي آئي په کرپشن ښکاره کولو کښي برابر مرسته او ملګرتيا کول غواړي