آرمي چيف جنرل عاصم منير د بلوچستان علاقو دوره کړېده

آرمي چيف جنرل عاصم منير د بلوچستان علاقو دوره کړېده

آرمي چيف جنرل عاصم منير د بلوچستان علاقو خضدار او بسيمه دوره کړېده، آئي ايس پي آر وئيلي چې په دې موقع آرمي چيف ته سيکيورټي صورتحال اود فارميشن آپريشنل تياريانو باندې بريفنګ ورکړې شويدې، جنرل عاصم منير وئيلي دي چې بهرنې دښمن د بلوچستان امن خرابول غواړي او مونږ د دغه ناپاک عزائم نه خبر يو ،بلوچستان کښې به سماجي او اقتصادي ترقۍ لپاره سازګار ماحول فراهم کولې شي

آئي ايس پي آر طرف نه جاري شوې معلوماتو مطابق آرمي چيف جنرل عاصم منير د خضدار او بسيمه سيمو دوره کړيده دورې پر مهال آرمي چيف جنرل عاصم منير ته امنيتي صورتحال او د فارميشن آپريشنل تياريانو باندې بريفنګ ورکړې شويدې آئي ايس پي آر وئيلي چې په دې موقع آرمي چيف د دښمن عزائم ناکامه کولو لپاره بهترين آپريشن تياريانې جاري ساتلو باندې زور راوړې دې آئي ايس پي آر مخکښې وئيلي چې آرمي چيف ځوانانو سره هم ميلاؤ شوې او هغوي ته ئې خطاب هم کړېدې آرمي چيف وئيلي چې بهرنې دښمن د بلوچستان امن خرابول غواړي او مونږ د دغه ناپاک عزائم نه خبر يو آرمي چيف زياته کړې چې بلوچستان کښې به سماجي او اقتصادي ترقۍ لپاره سازګار ماحول فراهم کولې شي