نوموړی قانون دان عبدالطیف افریدی په وژنه کښې مبینه توګه ککړ ملزم عادل ایډوکیټ په ضمانت باندی د خوشې کولو لپاره درخواست جمع کړی شوی چی سماعت به يې په اوويشتم مارچ کولی شی
تفصيلاتو ترمخه نن د ترهګرۍ مخنیوی عدالت جج عامر نذیر سره د عادل ایډوکیټ د ضمانت درخواست جمع کړی شوی چی پری جج سماعت لپاره اوويشتم مارچ تاریخ مقرر کړی دے، او د عبدالطیف افریدی کورنی ته يې هم نوټس جاری کړی، دی نه وړاندی تحصيلدار ذاکر په صمانت باندی خوشی کړی شویدے، په ایف آئی آر کښې عادل ایډوکیټ نامزد کړی شوی، د یادونې وړ ده چې عبدالطيف آفریدی د جنوری په شپاړسمه نیټه د پېښور هائيکورټ په بار روم کښې وژلی شوی وو او قاتل عدنان سميع الله په موقع نیولی شوی وو