بلوچستان کښې د سيکيورټي فورسز عمليات کښې څلور ترهه ګر وژلي شويدي

سيکيورټي فورسز عمليات

د بلوچستان هوشاب سيمه کښې د سيکيورټي فورسز عمليات، څلور ترهه ګر وژلي شويدي، آئي ايس پي آر وائي چې سيمه کښې د ترهه ګرو موجودګۍ په اطلاع دا آپريشن شويدے،وژلي شوي ترهه ګر په سيکيورټي فورسز او عام وګړو باندې حملو کښې ککړ وو،د دوي د قبضے نه بمونه او وسله هم برآمد کړې شويده

آئي ايس پي آر لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې سيکيورټي فورسز د بلوچستان هوشاب علاقے په تلسر سيمه کښې د ترهه ګرو خلاف کارروائي کړيده بيان ترمخه دا عمليات د خفيه معلوماتو په بنياد شوېدے،آپريشن دوران سيکيورټي فورسز او ترهه ګرو ترمينځ ډزو تبادله هم شوے چې پکښې څلور ترهه ګر وژلي شويدي بيان کښې زياته کړي شويده چې د وژلي شوي ترهه ګرو ولقې نه بمونه،وسله او بارودي مواد هم برآمد کړي شويدي وژلي شوي ترهه ګر په سيکيورټي فورسز او عام وګړو باندې حملو کښې ککړ وو