عمران خان ملک ديواليه کيدو طرف ته بوتلي، روس يوکرائن جنګ هم د پاکستان موجوده معاشي بدحالي کي کردار ادا کړي، د وزيرخارجه بلاول بهټو قومي اسمبلي ته خطاب، واي چي عمران خان دور حکومت کي دهشتګردو سره نرمي کيده، ترهګر د جيل نه خوشي کيدل، نن دا هغي نتيجه د ترهګري په شدت کي اضافے په صورت کي مونږ وينو۔
وزير خارجه بلاول بهټو قومي اسمبلي ته خطاب کي د موجوده معاشي بحران زمه واري په عمران خان، روس يوکرائن جنګ او سيلاب باندي اچولي ده، ويلي دي چي عمران خان ملکي معيشت ديواليه کيدو طرف ته بوتلي وو، روس يوکرائن جنګ هم د پاکستان په معيشت بد اثرات پريباسلي، چي کوم کسر پاتي وو، هغه تير کال راغلي تاريخي سيلاب پورا کړو، بلاول د ترهګري لهر دوباره شروع کيدو زمه دار هم عمران خان ګرزولي او ويلي دي چي عمران خان حکومت کي ترهګرو سره نرمي شوي وه، ترهګر د جيل نه خوشي کړي شوي وو، د کوم په وجه چي نن بيا ترهګري سر پورته کړي