د بلوچستان په لسبیلا سیمه کې یو مسافر وړونکی کوچ کندې ته لوېدلې دې ، چې له امله نهه دېرش مسافر په حق رسېدلی دی، مسافر کوچ د کوټې نه کراچې ته روان وو
ریسکیو ذرائع وائي چی مسافر کوچ کندې ته غورځیدو نه پس په کوچ کي اور ولګیدو، په دې اور باندې په دوه ګهنټو کي قابو اوموندلې شو، کوم ورستو مړي راویستلو عمل شروع شو، . اسسټنټ کمشنر بیلا حمزه انجم ترمخه مسافر بس تیز رفتارۍ لوجې بیلا سره نزدې د کنډک کندې ته پرېوتې وو، دا بس له کوټې څخه کراچۍ ته روان وو. اسسټنټ کمشنر زياته کړه چې په کوچ کې تر څلوېښتو نه زيات کسان سپاره وو چې پکې د يوه ماشوم او يوې ښځې په ګډون درې کسان ژوندي راوستل شوي دي. په پېښه کې د مړه شوو کسانو جسدونه ډي اېن اے ټیسټ لپاره کراچۍ ته منتقل شوي ، رېسکيو ډلو په وینا پېښه د شپې ناوخته رامنځ ته شوي، دلته دا خبره مهمه ده چې هر کال په دغه سړک باندې په سلګونو مسافر خپل ژوند له لاسه ورکوي