وزیراعلی اعظم خان او ګورنر غلام علی په لکی مروت حملی مذمت کړی

نګران کابينې خيبرپښتونخوا کښي دفوج تيعناتې منظوري ورکړې

د خیبرپختونخوا نګران وزیراعلی محمد اعظم خان او ګورنر غلام علی په لکی مروت کښی په پولیسو د حملی مذمت کړی او د شهیدانو د لواحقینو سره ئی د همدردی څرګندونه کړی۔

د خیبرپختونخوا نګران وزیراعلی محمد اعظم خان او ګورنر حاجی غلام علی په لکی مروت کښی د ډی ایس پی اقبال مهمند سره د څلور پولیس شهیدانو په مرګ غمراری کړی د شهیدانو د درجات بلند کولو د پاره دعا او د لواحقینو سره د همدردی څرګندونه کړی،وزیراعلی په خپل بیان کښی وئیلی چی صوبائی حکومت د پولیس ځوانانو سره شانه بشانه ولاړ دی،ګورنر وئیلی دی چی د شهیدانو د لوحقینو به هر ممکن مدد کولی شی،صوبائی حکومت او عوام د پولیسو قربانئ ته سلام کوی،وزیراعلی او ګورنر د ژوبل شوو پولیس څوانانو د زر صحت یابی د پاره هم دعا کړی