خيبرپښتونخوا کښي د وړيا اوړو تقسيمولو لپارهسيکټريانو ته ذمه وارۍ سپارلي شوې

دمفت اوړو تقسيم دوران درې کسان مړه، څلور ژوبل شوي، رپورټ جاري

خيبرپښتونخوا کښي د وړيا اوړو تقسيمولو لپاره د نګران وزير اعلي محمد اعظم خان په خصوصي هداياتو انتظامي سيکټريانو ته ذمه وارۍ سپارلے شوې دي، د اسټيبلشمنټ ډيپارټمنټ له اړخه دي لړ کښي اعلاميه هم جاري شوې ده

داعلامې ترمخه به د اوړو د تقسيم نګرانۍ کولو سره سره مستحقو کورنو ته د وړيا اوړو رسد يقيني کولو نګراني به هم کولے شي، انتظامي سيکټريان به دضلعو په کچ د وړيا اوړو په تقسيم کښي اولس سره مرسته يقيي کوي
د جاري شوي اعلامې ترمخه انتظامي سيکټريان دخپلې خپلې ضلعي دکارکردګۍ رپورټ د خيبر پښتونخوا چيف سيکرټري ته وړاندې کوي