اليکشن کميشن د پي ټي آئي نور دري څلويښت قومي اسمبلۍ غړي ډي نوټيفائي کړي

اليکشن کميشن د پي ټي آئي نور دري څلويښت قومي اسمبلۍ غړي ډي نوټيفائي کړي

اليکشن کميشن د تحريک انصاف نور دري څلويښت قومي اسمبلۍ غړي ډي نوټيفائي کړي، د قومي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف تيره ورځ د پي ټي آئي دغه ممبرانو استعفې منظور کړې وې او سمري ئې اليکشن کميشن ته ليږلې وه، اوس په قومي اسمبلۍ کښې د پي ټي آئي صرف منحرف اراکين او چهټيانو درخواست ورکونکي دوه غړي پاتې شوي
د قومي اسمبلۍ سپيکر د پي ټي آئي غړو استعفې منظورې کړې وې، د هغوي ډي نوټيفائي کولو لپاره ئې اليکشن کميشن ته خط ليکلے وو ، اوس اطلاعات ترلاسه شوي چې اليکشن کميشن د پاکستان تحريک انصاف مستعفي شوي دري څلويښت اراکين ډي نوټيفائي کړي واضحه دې وي څو ورځې وړاندې هم سپيکر راجه پرويز اشرف د پي ټي آئي څلور ديرش غړو او پخواني وزير داخله شيخ رشيد استعفې منظور کړې وې دې نه علاوه سپيکر قومي اسمبلۍ جولائي کال دوه زره دويشتم کښې هم د پي ټي آئي يوولس ممبرانو استعفې منظورې کړې وې ،