اليکشن کميشن په خېبرپښتونخوا او پنجاب کښې د انتخاباتو لپاره تاريخونه تجويز کړي

خيبرپښتونخوا کښې دقامي اسمبلې اته حلقو ضمني اليکشن شيډول جاري

اليکشن کميشن په خېبرپښتونخوا او پنجاب کښې د انتخاباتو لپاره تاريخونه تجويز کړي، دې لړ کښې اليکشن کميشن د دواړو صوبو ګورنرز ته خطونه ليکلي، پنجاب کښې د نهم نه تر ديارلسم اپريل او خېبرپښتونخوا کښې د پينځلسم نه تر اوولسم اپريل په مينځ کښې انتخاباتو لپاره تاريخونه اعلان کړے شي
د پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبائي اسمبليو باندې دوباره د انتخاباتو تاريخ معامله، اليکشن کميشن د کےپي او پنجاب ګورنرز ته خطونه ليکلي، په کوم کښې چې د اليکشن لپاره تاريخونه تجويز شويدي، اليکشن کميشن وائي چې د اسمبلۍ تحليل په صورت کښې په نوي ورځو کښې اداره د دوباره انتخاباتو کولو پابند ده، آئين لاندې د انتخاباتو تاريخ اعلان د ګورنر آئيني اختيار دے، خو دې لړ کښې د اليکشن کميشن سره مشاورت ضروري دے، اليکشن کميشن ترمخه د پنجاب اسمبلي په څوارلسمه جنورۍ تحليل شوې وه، نو هلته کښې د نهم نه تر ديارلسم اپريل پورې تاريخونه موزون دي، هم دغه رنګ د خېبرپښتونخوا اسمبلي په اتلسمه جنورۍ تحليل شوې وه، لهذا ګورنر پښتونخوا دې پينځلسم نه تر اوولسم اپريل په مينځه کښې يو تاريخ اعلان کړي