وزير خزانه اسحاق ډار د تير حکومت غلطې پاليسۍ د ملکي معيشت د تباهۍ ذمه وار ګرځولي او وئيلي ئي دي چې په داسې حالاتو کښې صرف په دوه صوبو کښې اليکشن کولو سره معاشي مسائل نور سيوا کيدو انديښنه ده، سينټ غونډې ته وينا په وخت اسحاق ډار وئيلي دي چې تير پنځه هفتو دوران د ملکي زرمبادله ذخائرو کښې اضافه شوې او حکومت د جون مياشت پورې دې کښې نوره اضافه راوستلو کوشش کوي۔
د سينټ اجلاس کښې وقفه سوالاتو دوران وزير خزانه اسحاق ډار وئيلي دي چې اپوزيشن دې په معيشت سياست نه کوي د تير حکومت غلطو فيصلو لوجې دملک معيشت د تباه درشل ته رسيدلې دے
په مردم شمارۍ د ايم کيوايم غړو اعتراضاتو په حواله اسحاق ډار ووئيل چې مردم شماري د نولس سوه دري اويايم آئين مطابق کيږي او ټول ملک کښې به د دې مردم شمارۍ په بنياد اليکشن کيږي
خېبرپښتونخوا او پنجاب کښې انتخاباتو په معامله د سوال په جواب کښې وزير خزانه ووئيل چې دا معامله سپريم کورټ کښې زير سماعت ده که چرې اوس په دوؤ صوبو کښې اليکشن اوشي نو اکتوبر کښې به شفاف انتخاباتو څنګه منعقد شي
اسحاق ډار د ملک زرمبادله ذخائرو په حواله د ايوان د نمائندګانو د سوالونو جوابونه ورکړي او وئيلي ئي دي چې تير پنځه هفتو دوران د زرمبادله ذخائر سيوا شويدي او حکومت کوشش کوي چې جون مياشت پورې دغه ذخائر ديارلس ارب ډالر ته اورسوي