زما د لرې کولو هر ممکن کوشش روان دے، عمران خان

عمران خان نهمه مئي پيښو کښې پنځه ويشت مظاهرچيانو مرګ دعوي کړي

که په جيل کښې بنديوان يم ، يا بهر يم ، اليکشن به زمونږه پارټي ګټي، عمران خان امريکې ميډيا ته انټرويو ورکړې، وائي چې حکومت انتخاباتو کولو نه خوف زده دي،هغوي يريږي چې عمران خان به اليکشن ګټي،زما
د لرې کولو هر ممکن کوشش روان دے

د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان امريکې ميډيا ته انټرويو کښې وئيلي دي نه يم خبر چې نااهله کيږم به يا نه ، خو زۀ د دې پرواه هم نه کوم،ځکه چې پي ټي آئي د تاريخ مقبوله پارټي ده
عمران خان وائي چې حکومت انتخاباتو کولو نه خوف زده دي، هغوي ته پته ده چې اليکشن به عمران خان ګټي ، په دې وجه خو اليکشن نه کوي ، په آئيني توګه نوي ورځو کښې اليکشن کول وو،زما په دور کښې عدالتي کارونو کښي مداخلت نه دے شوے
عمران خان وينا وه چې مونږه ميډيا کښي هم مداخلت نه دے کړے، که ميډيا ته څه مسله وه نو زمونږ په وجه نه وه، بلکې اسټيبلشمنټ لوجې وه
عمران خان ووئيل چې د عالمي لوبغاړي په حيث ټوله نړۍ کښي ګرځيدلے يم،دا منم چې امير او غريب ملکونو کښې فرق د قانون حکمراني وي، زمونږه هم جګهړا په دې ده چې طاقتور طبقه دې هم قانون دلاندي راوستلے شي،