لکي مروت کې ترهه ګرو بريد کې شهيد شوې ډي ايس پي او درې پوليس ځوانانو جنازه سرکاري اعزاز سره پوليس لائن کې ادا شوه، جنازه کې ريجنل پوليس افسر سيد اشفاق انور، بريګيډيئر کامران، ډپټي کمشنر، ډي پي او او يو شيمير فورسز او سول افسرانو شرکت وکړو
په دې موقع پوليس چاک و چوبند دستې شهيدانو ته سلامي ورکړو او ګلونه ئې وړاندې کرل۔
ياده دې وي چې بيګه شپې يوې بجې ترهه ګرو تهانه صدر باندې خودکار اور درانې اسلحې سره بريد کړې وو کومه چې پنځه پوليس ځوانان ژوبل شول، ترهه ګرو تهانه صدر پوليس مدد پاره راراوان ډي ايس پي اقبال مهمند ګاډې ته هم پيروالا موړ خواله آئي ئي ډي دهماکه وکړه کومه چې ډي ايس پي اقبال مهمند، کانسټيبل علي مرجان، کانسټيبل وقار احمد او کانسټيبل کرامت الله په موقع شهيدان شول، دې حمله کې ډي ايس ګاډي ډرائيور کانسټيبل سردار علي سخت ژوبل شو