د بلوچستان صوبائ وزیر داخله او د پي ډي ايم مير ضياء الله لانګو د پي ډي ايم اے هيډکوارټر دوره کړې او په بلوچستان کښې د وروستيو بارانونو له وجې د اوښتو زيانونو او د روژې په مياشت کښې د سېلاب ځپلو په شمول مستحقينو کښې د راشن تقسيمولو د پروګرام جائیزہ اخستې ده
د کورنیو چارو وزیر میر ضیا لانګو ته د وروستیو بارانونو په اړه د صوبايي ایمرجنسي مرکز کې د ډي جي پي ډي ايم اے نصير احمد ناصر له خوا په ژوب، ګوادر، حب چوکئ کې د وروستیو بارانونو له امله د اوښتو زیانونو په شمول په مجموعي صورتحال باندې برېفنګ ورکړل شوو
په دي مهال صوبائ وزېر داخله مېر ضيا لانګو وېنا وا چې د وزيراعلي په هداياتو به په سېلاب ځپلو او مستحقو کسانو کښې د رمضان راشن وېشل کېږي.مونږ د مستحقو او اغیزمنو خلکو په اړه پاملرنه کوو، هڅه کوو چې د خپلو وسایلو څخه زېات خدمت وکړو.او ډي جي پي ډي ايم اے ته هدايات جاري شوي دي چې د راشن سامانونه دې متعلقه ضلعو ته ژر تر ژره ورسوي.
د موسمېاتي بدلون له امله، د پي ډي اېم اې کار مزېد ډیر شوی دې او باید ډیر اغزمن رول ولوبوي.د داخله چارو وزير او پي ډي ايم اے مير ضياء الله لانګو په مجموعي صورتحال د اطمينان څرګندونه وكړه