هندوستان د سپر پاور په حيث کرکټ چلولو معاملات په لاس کښې اخيستي ، کرکټ کښي زيات آمدن له وجي خپلي مرضي فيصلي کوي کوم چي تکبر دے ، د پاکستان ټيم پښواني کپتان او تحريک انصاف چئيرمين
عمران خان هندوستان کرکټ بورډ باندي سښتي نيوکي کړي
غير ملکي ريډيو ته انټرويو کښې پښواني کپتان عمران خان د پاکستان سپر ليګ معيار ستائينه وکړه او وے وئيل چي پي ايس ايل د نړي بهترين کرکټ ليک کښې شمار کيږي ، پاکستان کښي د کرکټ ټيلينټ کښې هيڅ کمي نشته ، د بده مرغه پاکستان او هندوستان تعلقات له وجي پاکستاني لوبغاړو آئي پي ايل کښي صلاحيتونو اظهار نه محرومه دي
عمران خان اوئيل چي هندوستان سپر پاور په حيثت کرکټ چلولو معاملات او فيصلو اختيار پخپل لاس کښي اخيستے ، زيات آمدن او ريوينيو له وجي خپلي مرضي کرکټ سيريز کښې برخه اخلي کوم چي تکبر رويه ده
کرکټ کښي نسل پرستي معاملاتو په اړه شوي تپوس په جواب کښي عمران خان اوئيل چي کله هغه انګلينډ کښې کرکټ شروع کړو نسل پرستي معمول خبره وه ولي وس معاملات خه شوي