عمران خان په درې مقدماتو کښي عبوري ضمانت منظور شوي

د عمران خان ليګل ټيم نهه مئي پيښو جے آئي ټي ته پيش شوي

د لاهور ترهه ګري مخنيوي خصوصي عدالت د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان په درې مقدماتو کښي عبوري ضمانت څلورم اپريل پوري منظور کړے، او هغه ته يي يو لکه روپو ضمانتي مچلکي جمع کولو حکم ورکړې، عدالت پوليس د هغه ګرفتارولو نه هم اودرولي دې

د لاهور ترهه ګري مخنيوي خصوصي عدالت کښې عمران خان خلاف تهانه ريس کورس کښې درج شوي دري بيلا بيل مقدماتو کښي عبوري ضمانت خواستونو سماعت شوي، د تحريک انصاف چئيرمين عمران خان خپل وکلا سره عدالت کښې پيش شوئ، عمران خان وکلا لخوا دائر خواستونو کښي دريځ خپل کړي وو چي عمران خان تفتيش کښې شامليدل غواړي ، خو پوليس لخوا ګرفتاري خدشه ده، هغه عدالت نه عبوري ضمانت منظوري سره پوليس ګرفتاري نه اودرولو غوښتنه کوي
وکلا دلائل او سماعت نه پس عدالت څلورم اپريل پوري د عمران خان عبوري ضمانت منظور کړي او هغه ته يي د يو لک روپو ضمانتي مچلکي جمع کولو هدايت کړې، دې ترڅنګ عدالت پوليس د هغه ګرفتارولو نه هم اودرولې دې،
پيشي نه وړاندي عمران خان ميډيا سره مختصر خبري هم کړي، وئيلي چي حکومت ښار کښي ځائے په ځائے کنټينرز اودرولي او لاهور نه يي مقبوضه کشمير جوړ کړے، قام دې لاهور جلسه کښي شرکت يقيني جوړ کړي ، هغه به جلسه کښي راتلونکي سياسي لائحه عمل اعلان کوي، عمران خان دا هم اوئيل چي حکومت ناکام معاشي پاليسي لوجي قام د روژې په بابرکته مياشت کښي وړو لپاره قطارونو کښي اودريدو ته مجبوره شوي