ايشيا کپ، بهارتي کرکټ بورډ د پاکستان هائبرډ ماډل تجويز منلې

بهارتي کرکټ بورډ د ايشيا کپ کرکټ ټورنامنټ کښې شرکت لپاره د پاکستان هائبرډ ماډل تجويز منلې دې، سرچينې وائي چې هند کرکټ بورډ د پاکستان هائبرډ ماډل لاندې د ايشيا کپ په لوبولو راځي شوې، د هائبرډ ماډل لاندې به ايشياکپ څلور ميچونه پاکستان کښې او نور به نيوټرل وينيوز کښې لوبولې شي
د سرچينو ترمخه بهارتي کرکټ بورډ د پاکستان هائبرډ ماډل لاندې د ايشيا کپ په لوبولو راځي شوېدې، د بهارتي کرکټ بورډ سيکرټري جے شاه د پي سي بي تجويز منلې دې، د هائبرډ ماډل لاندې به ايشياکپ څلور ميچونه پاکستان کښې او نور به نيوټرل وينيوز کښې لوبولې شي
سرچينې وائي چې د نيوټرل وينيو فيصله له نه دې شوې، اعلان يو، دوه ورځو کښې کيدې شي
څرګنده دې وي چې تيره ورځ د خبر مخې ته راغلې وو چې بهارتي کرکټ بورډ به مشروط توګه باندې هائبرډ ماډل قبوله وي.