په کوئټه ښار کې د بورې نرخ ډېر زېات لوړ شوې دې او یوټیلټي سټورونو نه هم بوراه غائب شوي دا ،
د کوئټې ښار او شاوخوا سيمو کې د بورې بيه د پټرول په شان اسمان ته ختلي دا ، او د يوکيلو بورې بيه دوه سوه شل روپۍ ته رسېدلي دا، په داسې حال کې د نرخونو کنټرول کمېټۍ او ضلعي انتظاميې هم په مکمله توګه له منظره غائب شوي دا .
د سیمې خلک وايي چې د پاک افغان پولې له لارې په غيرقانوني توګه هره ورځ په ټنو بوره له پاکستان څخه افغانستان ته ښه په خلاصه توګه سمګل کېږي نو امدغه وجه دا چې په ښارونو کې دوکانداران هم د پولې دغه حالت ته وکتل نو دوی یې هم لوټ مار شرو کړو او د بورې په خود ساخته توګه لوړې کړي دي ، خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د بورې د بیو د لوړیدو او د پولې له لارې د بورې سمګلنګ ژر تر ژره بند کړلې شي او خلکو ته د ژوند کولو اسانته برابره کړي.