د پېښور اسلاميه کالج د سخت مالي بحران ښکار

پېښور اسلاميه کالج مالي بحران ښکار

د پېښور اسلاميه کالج د سخت مالي بحران ښکار شوے دے يونيورسټۍ سره دملازمانو تنخواګانو لپاره هم د فنډ کښي کمے رامخي ته شوے دے
داسلاميه کالج وائس چانسلر په دي حواله دخزاني سيکرټري ته مراسله هم ليږلې ده
د ليږلے شوې مراسلې تر مخه د تيرو څو کلونو راپه دېخوا اسلاميه کالج د سخت مالي بحران ښکار دے تيري کابينې اسلاميه کالج لپاره د دوه سوه ملينه مالي امداد منظوري ورکړې وه چې په کښي تر اوسه پوري اووۀ نوي ملينه روپۍ اوس هم په بقايا دي
مراسله کښي وئيلے شوي چې که اختر نه وړاندې وراندي اووۀ نوي ملينه ريليز او دوه سوه درې ديرش ملينه اضافي فنډ ريليز نۀ کړے شو نو تنخواګانو ورکولو کښې به ډير مشکلات رامخي ته شي