خيبر پښتونخوا نګران کابينې تشکيل لپاره وزيراعلي ته د ديرش نومونه موصول شوي

عام انتخابات په پرامنه او شفاف طريقې سره کول وړؤمبۍ ترجيح ده

د خيبر پښتونخوا نګران کابينې په تشکيل مشاورت روان دې،د ذرائعو تر مخه وزيراعلي ته د ديرشو نه سيوا نومونه موصول شويدي،د وزيرانو لپاره سابقه بيوروکريټس،ججانو،؊و سياسي شخصياتو نومونه رامخي ته شويدي
د خيبر پښتونخوا نګران کابينې لپاره لابنګ روان دې،د ذرائعو ترمخه تر اوسه پورې نګران وزيراعلي ته د ديرشو نه سيوا نومونه ميلاو شويدي، دغه نومونو کې اخترعلي شاه،شکيل دراني، بيرسټر سيف،شاهد خټک ، شعيب خان، افتخار مومند،رفيق خټک،او ډاکټر ضيا الاسلام شامل دي، سابقه چيف سيکرټري شکيل دراني په کابينه کې شاميليدو خبرونه رد کړي بلخوا د ذرائعو ترمخه سابقه بيوروکريټس او نورو شخصياتو نګران کابينه کې شاميليدو لپاره خبريالانو ته مسيجونه کوي،په سوشل ميډيا هم لابنګ سلسله ئې جاري ساتلي ده