صوبه کښې د انتخاباتو نيټه مقرر کولو نه وړاندې متعلقه ادارو سره سلا مشوره اوکړې شي، ګورنر

خېبر پختونخوا کښې اليکشن

د خېبر پختونخوا ګورنر خط کښې چيف اليکشن کمشنر ته تجويز ورکړې چې صوبه کښې د انتخاباتو نيټه مقرر کولو نه وړاندې دې قانون نافذ کونکو ادارو او نورو متعلقه ادارو سره سلا مشوره اوکړې شي، ځکه چې خېبر پختونخوا کښې د ترهه ګرو حملې او امن و امان صورت حال خطرناک شوې۔

خېبر پختونخوا کښې اليکشن نيټه مقرر کولو په حواله ګورنر غلام علي اليکشن کمشنر ته خط ليکلې دې، خط کښې وئيلي شويدي چې خېبر پختونخوا کښې د ترهه ګرو حملې او امن و امان صورت حال خطرناک حد ته راسېدلې دې ګورنر وائي چې صوبه کښې د عام ټاکنو نيټه مقرر کولو نه وړاندې دې اليکشن کميشن د متعلقه ادارو، قانون نافذکونکو ادارو او سياسي ډلو سره سلا مشوره اوکړي ځکه چې صوبه کښې اليکشن پرامنه، صاف او شفاف انتخابات يقيني جوړ کړې شي۔

هغه د عمران خان بيان په رد عمل کښې اوئيل چې د بده خبره دې چې اليکشن کميشن دې قانون نافذ کونکو ادارو سره مشاورت اوکړي، اليکشن کميشن ته مې وئيلي چې موجوده حالاتو کښې دې مشاورت اوکړې شي۔

ګورنر غلام علې زياتوي چې يو سياسي ډله نه وائي چې اليکشن دې اونشي، اليکشن کميشن ته اختيار ترلاسه دې ټولو سره مشاورت نه پس دې اليکشن کولو فيصله اوکړې شي، ذاتي رائے مې دا دې چې اليکشن دې دوه ورځې مخکښې اوشي، خو مشاورت نه پس