لاهور هائيکورټ د لا افسرانو معطلي نوټفيکيشن معطل کړي

لاهور هائيکورټ د لا افسرانو معطلي نوټفيکيشن معطل کړي

تحريک انصاف حکومت کښې تعينات شوي لا افسرانو معطلي کيس ، لاهور هائيکورټ د پنجاب نګران حکومت لخوا تحريک انصاف حکومت کښې تعينات شوي اوو نوي لا افسرانو معطلي نوټفيکيشن معطل کړي ، عدالت په فوري توګه معطل شوي افسران پيش کولو حکم هم جاري کړو
لاهور هائيکورټ جسټس شاهد کريم د تحريک انصاف حکومت کښې تعينات شوي لا افسرانو معطلي کيس سماعت کړي ، سماعت په دوران کښي عدالت د لا افسرانو معطلي باندي خفګان څرګند کړو او وے وئيل چي څلور ورځو راهسي عدالت کښې کار ندے شوي او سائيلين خوار شول عدالت په فوري توګه اوو نوي لا افسران عدالت کښې پيش کولو حکم جاري کړو او د پنجاب نګران حکومت لخوا جاري شوي لا افسرانو معطلي نوټيفيکيشن معطل کړو واضح دي وي چي د پنجاب نګران کابينه منظوري نه پس سيکرټري قانون پنجاب تحريک انصاف حکومت کښې تعينات شوي اوو نوي لا افسران عدالت کښې پيش کيدو نه ودرولي اوو او د هغوي معطلي نوټيفيکيشن جاري کړي اوو