نيب خېبر پختونخوا هسپتالونو کښې بائيو ميټرک سسټم يقيني کولو هدايت

هسپتال لیدې ریډنګ د مالی مشکلاتو سره مخ شوې

د نيب له اړخه د خيبر پښتونخوا د صحت محکمې ته مراسله ليږلے شوې ده دمراسلې تر مخه ټولو سرکاري هسپتالونو او طبي مرکزونو کښي د ملازمانو حاضري يقيني کولوپه غرض د بائيو ميټرک سسټم بحالي ،د اوپي ډي په پرچه دمريض او تيما دار د موبائيل نمبراو شناختي کارډ اندراج لازمي ګرځولے شوے دے
د مراسلې تر مخه داوپي ډي په پرچه دمريض او تيما دار دقومي شناختي کارډ اندراج هم لازمي ګرځولے شوے دے بلخوا دنيب لخوا ليږلے شوې مراسله کښي زياته کړے شوې ده چې په ډيرو هسپتالونو کښي دډاکټرانو او نورې طبي عملي حاضري يقيني کولو لپاره هيڅ قسمه سهولتونه نيشته دې لپاره ضروري ده چې په دغه هسپتالونو کښي مريضانو ته ټول طبي اسانۍ ورکړے شي