د عمران خان انتشار، نفرت او الزام تراشي وال وژن نه قوم خبر دې، د وفاقي وزير شيري رحمان تنقيد ، واي چي نن ملک کي کوم بحران، مسلے او طوفان بدتميزي روان دې، دې وجه عمران خان دي، امريکي لابنګ کمپنيانو سره معاهدے کونکي په کومي خولے د حقيقي ازادي چغي وهي
ټويټر باندي جاري بيان کي شيري رحمان ويلي چي عمران خان ملک کي د تقسيم او نفرت سياست شروع کړي، دوي پخپله د امريکي کمپنيانو سره د لابنګ لپاره معاهدے کوي، او قوم ته واي چي مونږ حقيقي ازادي لپاره تحريک چلوو، عمران خان دې بےشک جلسے اوکړي، خو انتشار، فساد، او نفرت دې نه خوروي، قوم د عمران خان د نفرت، سازش، تقسيم او د دروغو د وژن نه ښه خبر دې، نن چي ملک کي کوم نفرت، تقسيم، او طوفان بدتميزي دې، د دې وجه عمران خان دې