د عمران خان سره به هيچ قسمه مذاکرات نه کيږي، د وزير اطلاعات مريم اورنګزيب بيان، واي چي په رياستي املاک، جي ايچ کيو، کور کمانډر هاوس او قومي شهيدانو په يادګارنو باندي حملے کونکو سره هيچ قسمه خبري نشي کيدي، عمران خان غواړي چي د مذاکراتو په بهانه ورته اين ار او ميلاو شي
وزيراطلاعات مريم اورنګزيب لخوا جاري شوي بيان کي ويلي شوي چي عمران خان د مذاکراتو په بهانه اين ار او غواړي، خو ولي د رياستي ادارو ،املاک، او فوجي ځايونو باندي حملے کونکو سره هيچ قسمه مذاکرات نشي کيدي، وزير اطلاعات ويلي چي د شپيته اربه روپو غلا کونکي سره به حساب کيږي، د قومي زلمو په دماغو کي نفرت خورونکي په اصل کي قومي مجرمان مجرمان دي، او د مجرمانو سره څوک مزاکرات نه کوي، بلکه هغوي به د قانون په منګولو کي راوستلي شي