پاکستان د اولمپيکس کواليفائنګ راؤنډ ميزبانې نه محرومه شوې

هاکي فيډريشن کښي مالي بےضبګيانو انکشاف

هاکې کښې جنګ جګړو او اختلافاتو لوجې، پاکستان د اولمپيکس کواليفائنګ راؤنډ ميزبانې نه محرومه شوې، ايف آئي ايچ خط په زريعه پاکستان هاکي فيډريشن د فيصلے نه خبر کړے، خط مطابق، د پي ايچ ايف دنني او د نورو غير يقيني صورتحالو لوجې ميزبانې واپس اخستلے شوے۔

زرائع مطابق انټرنشنل هاکي فيډريشن د پاکستان نه اولمپيکس کواليفائنګ راؤنډ ميزباني واپس اخستے،
پاکستان سپورټس بورډ د پاکستان هاکي فيډريشن معاملاتو کښې مداخلت کول، د ميزبانې اخستو وجه ګرزولے شوي، دغه شان د پخوانو اولمپئنز لخوا په هاکې فيډريشن مسلسل تنقيد لوجې هم ميزباني ته زيان رسيدلے،
ايف آئي ايچ د خط په زريعه پي ايچ ايف د خپلے فيصلے نه خبر کړے، خط کښې وئيلي شوي چې پي ايچ ايف کښې دنني اختلافاتو او نور غير يقيني صورتحال لوجې ميزباني واپس اخستلے شي، في الحال پي ايچ ايف په دې پوزيشن کښې نه دي چي هغه د دې ايونټس ميزبانې اوکړي۔