پيښوردهماکه، پوليسو د دعوو باوجود د اصل نیټ ورک پته او نه لګيده

پيښور پولیس لائنز دهماکه

د پیښور د پولیس لائن د حملی یوه هفته مکمله شوه،د پولیسو د دعوو باوجود د اصل نیټ ورک پته او نه لګیده،د پولیس ذرائع وائی چی تفتیش روان دی خو د تفتیش د مکمل کیدو د پاره څه ټائم فریم نه دی ورکړی شوی
د پیښور د پولیس لائن چاودنی یوه هفته مکمله شوه خو د اصل نیټ ورک یا د سهولت کارو په حقله اصل حقائق مخی ته نه دی راغلی،د پولیسو اعلی چارواکی دعوی لری چی دوئی اصل نیټ ورک ته رسیدلی دی خو دا اصل نیټ ورک چرته دی؟څوک څوک په دی پیښه کښی سهولت کار جوړ شوی؟دا تفصیلات تر دی دمه مخی ته نه دی راغلی،دی نه علاوه د شهیدانو په شمیره هم اختلافی او متضاد بیانات مخی ته راځی،د ایل ار ایچ ترجمان وائی چی په چاودنه کښی یو سل دوه کسان شهیدان شوی او د پولیسو وینا ده چی څلور اتیا تنان په چاودنه کښی شهیدان شوی،