وزیر اعظم شهباز شریف نن د پېښور یو ورځنی دوره کوی

وفاقى کابينې اسلام اباد ، پنجاب او خېبرپښتونخوا کښې د پوځ تعيناتۍ منظورى ورکړې

وزیر اعظم شهباز شریف نن د پېښور یو ورځنی دوره کوی، هغه به د وړیا اوړو تقسیم او د امن و امان جاج به اخلید خېبر پښتونخوا ګورنر حاجی غلام علی، نګران وزیر اعلی او نور اعلی چارواکی به د وزیر اعظم استقبال کوی، د دورے پر محال به وزير اعظم شهباز شريف په حیات اباد سپورټس کمپلیکس کښې د وړیا اوړو تقسیم جاج اخلي، وزيراعظم ته به اوړو تقسیم حوالی سره بريفنګ ورکولې کېږې، وزیر اعظم به صوبه کښې روان د امن و امان صورتحال جاج اخلي، په دې اړه به وزيراعظم د اعلی پای غونډې صدارت کوی، چی پکښې به د ګورنر، وزير اعلی او نور اعلی چارواکی ګډون کوی، هغه ته به د امنیت په اړه بريفنګ ورکولې کېږې، وزير اعظم په لکی مروت کښې شهید شوی ډی ایس پی اقبال مومند او د نور شهید پولیس اهلکارانو لپاره به د مغفرت دعا کوی