اليکشن انعقاد کي لم ليټ، تحريک انصاف سپريم کورټ سره رجوع اوکړه، پي ټي ائي خپل درخواست کي ويلي چي عدالت عظمه دې د اليکشن کميشن دوويشتم مارچ فيصله کالعدم اوګرزوي، د وزيراعظم، چيف اليکشن کمشنر او د نګران وزيراعلي پنجاب خلاف دي توهين عدالت کاروائي اوکي
پي ټي ائي لطرفه درخواست سپيکر پنجاب اسمبلي، سبطين خان او سپيکر پختونخوا اسمبلي مشتاق غني جمع کړي، پيټيشن کي ويلي شوي چي پنجاب او خيبرپختونخوا کي د ټاکنو ځنډولو سره اليکشن کميشن توهين عدالت او د ائين پاکستان خلاف ورزي کړي، عدالت او ائين دواړه واي چي نوي ورځو کي دننه ټاکني کول د اليکشن کميشن ذمه واري ده، درخواست کي عدالت عظمه نه وزيراعظم شهباز شريف، چيف اليکشن کمشنر سکندر سلطان راجه، او نګران وزيراعلي پنجاب محسن نقوي خلاف توهين عدالت کاروائي شروع کولو استدعا شوي، دي مشترکه درخواست کي اسد عمر، ميا محمود الرشيد او عبدالرحمان هم فريقين دي